د جمهور خبري آژانس مرکز 6 سنبله 1397 ساعت 9:52 http://jomhornews.com/ps/news/107707/ -------------------------------------------------- سرليک : ملګرو ملتونو میانمار کې د ټولوژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده -------------------------------------------------- ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانو د ټولوژنې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده. متن - منځ : ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانو د ټولوژنې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې راپور دا راپور چې له سلګونو روهینګیا مسلمانانو سره د مرکو پر له مخې چمتو شوی په کې ویل شوي، چې په راخین ایالت کې د بشر ضد جرمونه باید په سمه توګه وپلټل شي. په دغه راپور کې د میانمار پر چارواکو سختې نیوکې او ټینګار شوي، چې د روهینګیا مسلمانانو د ټول وژنې په اړه دې د دې هېواد له پوځي چارواکو پلټنې وشي. د ملګرو ملتونو وروستی راپور د میانمار د پوځ د شپږو جګپوړو چارواکو نومونه اخلي، او د هغوی د محاکمې غوښتنه هم کوي. راپور وایي، د میانمار پوځ د احتمالي ګواښونو په ځواب کې داسې تکتیکونه کارولي چې اړتیا ورته نه وه. رپوټ همدا رنګه د میانمار پروتلې سیاست والې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ان سون سوچي نیوکه کوي چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلې ده. باید و ویل شي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې کابو ۷۰۰ زره روهینګیا مسلمانان د تاوتریخوالي له کبله له میانماره تښتېدلي دي. جمهورخبري آژانس:کابل