د جمهور خبري آژانس مرکز 21 میزان 1400 ساعت 9:01 http://jomhornews.com/ps/news/143509/ -------------------------------------------------- سرليک : ترکیه وايي، یو لوی افغان قاچاقبر او جنایت کار یې نیولی دی -------------------------------------------------- د ترکیې جمهوریت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ترکي ځواکونو یو لوی افغان قاچاقبر او جنایت کار نیولی دی. متن - منځ : د ترکیې جمهوریت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ترکي ځواکونو یو لوی افغان قاچاقبر او جنایت کار نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، نیول شوی قاچاقبر سنګر احمدي نومېږي او د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې د پولیسو له خوا په استانبول ښار کې ونیول شو. سرچینې ویلي، ترکي پولیسو د استانبول ښار د باچیلیولر مېنې په یوه هوټل چاپه و وهله، چې په کې یې احمدي له ۴ تنو نورو سره یو ځای ونیوه. ورځپاڼه وايي، ترکیه غواړي، د مخدرو موادو په قاچاق او په منظمو جرمونو تورن د (لاینز کارټل) یا د زمریانو د جنایتکارې ډلې مشر له خپلې خاورې وباسي. د جمهوریت ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، چې احمدي او ورسره ۴ تنه نور نیول شوي کسان د استانبول ولایت د مهاجرت ریاست ته لېږدول شوي، چې له ترکیې څخه وایستل شي، خو دا چې کوم هېواد ته به واستل شوي څه نه دي ویل شوي. باید و ویل شي، چې سنګري په ۲۰۱۷ م کال له جرمني څخه ایستل شوی و او د هغه د ځای ځایګي د موندلو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپاره شوي وو. باور کېږي چې احمدي په جرمني کې په شاوخوا ۳۰ جنايي پېښو کې لاس لري. جمهورخبري آژانس:کابل