د جمهور خبري آژانس مرکز 30 قوس 1398 ساعت 8:07 http://jomhornews.com/ps/news/123303/ -------------------------------------------------- سرليک : د ده یک ولسوال په جګړه کې ټپي شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د ده یک ولسوال فضل الرحمن نظروال د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ټپي شوی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د ده یک ولسوال فضل الرحمن نظروال د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ټپي شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، افغان ځواکونو پرون جمعه د لیندۍ ۲۹ مه د ده یک ولسوال په رامک سیمه کې چاڼیز عملیات تر سره کړل. نوموړي زیاته کړه، چې د دغه عملیاتو پر مهال د ده یک ولسوال فضل الرحمن نظروال په پښه ټپي شوی او نورو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتي. د والي د ویاند په وینا په عملیاتو کې چې لا هم روان دي، درې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. خو طالبانو بیا په یاده سیمه کې خپل کسانو ته د مرګ ژوبلې خبر ناسم بللی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغان ځواکونو په یوه کاروان یې برید کړی او یو شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. جمهورخبري آژانس:غزني