د جمهور خبري آژانس مرکز 20 سرطان 1397 ساعت 9:45 http://jomhornews.com/ps/news/106195/ -------------------------------------------------- سرليک : روسیې، چین، ایران او پاکستان ګډه استخباراتي غونده کړې ده -------------------------------------------------- د روسیې، چین، ایران او پاکستان لوړ پوړو استخباراتي چارواکو د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې غونده کړې ده. متن - منځ : د روسیې، چین، ایران او پاکستان لوړ پوړو استخباراتي چارواکو د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې غونده کړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسنیو ویلي، د دغه غونډې موخه له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د داعش د وسله والو د ورتګ د مخنیوي له پاره په ګډه سلا، مشورې کول او اقدامات و. د روسیې خبري آژانس انټرفاکس د دغه هېواد د بهرنیو استخباراتو د ادارې د ویاند سرګي ایوانوف له قوله ویلي، دغه غونده پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۹ مه اسلام آباد کې جوړه شوې وه، چې په کې د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګي نارشکین هم ګډون درولود. ایوانوف زیاته کړې، د اسلام اباد د غونډې د برخه والو تر منځ په دې اړه یو تفاهم شته چې د داعش د هغو وسله والو د مخنیوي لپاره دې هماهنګ اقدامات وشي چې غواړي په افغانستان کې ځای ونیسي او د ګاونډیو هېوادونو امنیت وګواښي. د هغه په وینا د اسلام اباد په دې غونډه کې د افغانستان د کړکېچ په هواري کې د سیمه ییزو ځواکونو د برخې اخېستو په اړتیا هم ټینګار وشو. دا غونده پر داسې مهال شوې، چې هلته د بلجیم پلازمېنه بروکسیل کې د ناټو مشرانو هم د افغانستان په اړه غونډه کړې، چې نن به هم دوام ولري. جمهورخبري آژانس:کابل