د جمهور خبري آژانس مرکز 16 جدی 1397 ساعت 9:51 http://jomhornews.com/ps/news/112099/ -------------------------------------------------- سرليک : کندهار کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي -------------------------------------------------- ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي. متن - منځ : ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي افغان ځواکونو پرون شنبې د مرغومي ۱۵ مه د کندهار ولایت په شاه ولي کوت ولسوالۍ کې عملیات کول، چې له طالبانو سره په جګړه کېوتل. سرچینه زیاتوي، په دغه جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي. دفاع وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی. جمهورخبري آژانس:کابل