د جمهور خبري آژانس مرکز 29 جدی 1398 ساعت 10:49 http://jomhornews.com/ps/news/124195/ -------------------------------------------------- سرليک : لوګر کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو یوه خطرناکه ډله نیول شوې -------------------------------------------------- ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د یوې خطرناکې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی. متن - منځ : ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د یوې خطرناکې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د قاچاق وړونکو دغه ډله تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې نیول شوې ده. خبرپاڼه کې ویل شوي، کمانډو ځواکونو تېره شپه څرخ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات وکړل، چې پر مهال یې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو یوه خطرناکه ډله له زیات اندازې نشه يي توکو سره ونیوله. خبرپاڼه وايي، دغه قاچاق وړونکو غوښتل نشه يي توکي پاکستان ته ولېږدوي، چې د کمانډو ځواکونو له خوا ونیول شول. دفاع وزارت د نیول شویو قاچاق وړونکو د شمېر او نشه يي توکو د کچې په اړه معلومات نه دي ورکړي. جمهورخبري آژانس:کابل