د جمهور خبري آژانس مرکز 18 میزان 1400 ساعت 7:58 http://jomhornews.com/ps/news/143392/ -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره ځانګړې اداره جوړوي -------------------------------------------------- پاکستاني رسنیو د دې هېواد د لومړي وزیر عمران خان له قوله ویلي، چې د ملي امنیت شورا یې د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره یوه ځانګړې اداره جوړوي. متن - منځ : پاکستاني رسنیو د دې هېواد د لومړي وزیر عمران خان له قوله ویلي، چې د ملي امنیت شورا یې د افغانستان او ډېورنډ کرښې لپاره یوه ځانګړې اداره جوړوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه کار به د عمران خان په امر وشي او دا پرېکړه پرون شنبې د تلې ۱۷ مه د عمران خان په مشرۍ په هغه غونډه کې شوې، چې د افغانستان د وروستي وضعيت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه. عمران خان ویلي، ياده اداره به پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي. پاکستاني رسنیو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. جمهورخبري آژانس:کابل