د جمهور خبري آژانس مرکز 22 سنبله 1397 ساعت 11:02 http://jomhornews.com/ps/news/108238/ -------------------------------------------------- سرليک : ام- ډي شرکت افغان هوایي ځواکونو ته ۵ جنګي چورلکې سپارلې -------------------------------------------------- د ام-ډي هلیکوپټرز په نوم یوه امریکایي شرکت وايي، پنځه نوې جنګي هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارلې دي. متن - منځ : د ام-ډي هلیکوپټرز په نوم یوه امریکایي شرکت وايي، پنځه نوې جنګي هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارلې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد شرکت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دغه پنځه نوې الوتکې د اګسټ په ۸ مه نیټه افغانستان ته رسیدلې او د کندهار په هوایي ډګر کې د افغانستان هوایي ځواکونو ته سپارل شوې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چورلکې د نوي نسل برخه ده چې په پرمختللو تجهیزاتو او برېښنایي سیسټمنو سمبالې دي. باید و ویل شي، چې افغان حکومت او د افغانستان متحدینو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي. جمهورخبري آژانس:کابل