د جمهور خبري آژانس مرکز 18 سرطان 1398 ساعت 16:15 http://jomhornews.com/ps/news/118138/ -------------------------------------------------- مشرانو جرګه: سرليک : د قطر غونډې ګډونوال باید ځواب و وایي، چې د افغان ځواکونو جګړه جهادی دی که د طالبانو -------------------------------------------------- د افغانستان مشرانو جرګې د قطر بین الاافغاني ناستې پرېکړه لیک د اساسي قانون سره په ټکر کې وباله ا و د دغه پرېکړه لیک ځینې ټکي یې د ملي ګټو خلاف وبلل. متن - منځ : د افغانستان مشرانو جرګې د قطر بین الاافغاني ناستې پرېکړه لیک د اساسي قانون سره په ټکر کې وباله ا و د دغه پرېکړه لیک ځینې ټکي یې د ملي ګټو خلاف وبلل. د جمهور آژانس سناتورانو د نن دوشنبې چنګاښ د ۱۸ مې په عمومي غونده کې و ویل، د یادې غوندې په پرېکړه لیک کې د افغانستان د تېرو ۴۰ کلونو ټولې جګړې ته چې د طالبانو سره ۱۸ کلنه جګړه هم په کې شامله ده جهاد ویل شوی دی. دغه راز دوی ویل چې د پرېکړه لیک په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې د دغه ناستې ګډونوال په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام غوښتونکي شوي دي. د سناتورانو په وینا دغه دواړه ټکي د افغانستان د اساسي قانون سره ښکاره په ټکر کې دي، ځکه د افغانستان هم اساسي قانون اسلامی دی او هم یې نظام. سناتورانو ټینګار وکړ، چې د غونډې برخوال چې د طالبانو جګړې ته یې جهاد ویلی باید دا ځوب ورکړي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جهاد کړی او په حقه و که د وسله والو طالبانو جګړه. د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویلد افغانستان د خلکو جهاد د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته پای ته رسېدلی او له هغې وروسته په ځانګړې ډول په تېرو ۱۸ کلونو کې د وسله والو طالباتو ترهګریز فعالیتونه جهاد نه دی. ښاغلي مسلم یار د غوندې برخوالو ته په اشارې و ویل هغوی باید پوه شي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې واقعي جهاد افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو کړی، نه طالبانو چې په ترهګرو بریدونو یې د عامو خلکو ژوند اخیستی دی. نوموړي د قطر بین الاافغاني ناستې د پرېکړه لیک په غبرګون کې چې د ځينو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کړې وه زیاته کړه تر چې طالبانو، حکومت ته د معادلې د اصلي لوري په توګه نه وي کتلي، دولت نه شي کولی هېڅ وړاندیز باندې یې غور وکړي. په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړي محمد اکبر اکبري و ویل، چې د افغانستان اساسي قانون د نړۍ تر ټولو بهرین او اسلامي ترین قانون دی خو بیا هم د قطر غونده وال د یوه اسلامي نظام غوښتونکي شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل