د جمهور خبري آژانس مرکز 17 حمل 1398 ساعت 9:26 http://jomhornews.com/ps/news/115131/ -------------------------------------------------- سرليک : کندهار کې د اهل تشیع امام بارې ته نژدې چاودنې ۳ تنه ټپیان کړي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار کې د اهل تشیع مرکزي امام باري مخ ته چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت مرکز کندهار ښار کې د اهل تشیع مرکزي امام باري مخ ته چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعې د لمانځ پر مهال د امام باري مخې ته موټر سایکل کې د اېښودل شویو چاودېدونکو له امله رامنځ ته شوې ده. د کندهار د والي ویاند عزیز احمد غزیزي وايي، د ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې مرکزي امام باري مخې ته هغه مهال چې لمونځ کوونکي تګ په حال کې و چاودنه رامنځ ته شوې. نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي خو عیني شاهدان وايي درې تنه ټپیان شوی، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:کندهار