د جمهور خبري آژانس مرکز 17 عقرب 1397 ساعت 8:53 http://jomhornews.com/ps/news/110037/ -------------------------------------------------- طالبان: سرليک : د مسکو په غونده کې له هېچا سره خبرې نه کوو -------------------------------------------------- وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي، خو له هېچا سره خبرې نه کوي. متن - منځ : وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي، خو له هېچا سره خبرې نه کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې پرون د افغانستان د سولې عالي شورا و ویل، چې د دوی پلاوی به په لومړي ځل د مسکو په غونډه کې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي. د دغه شورا ویاند احسان طاهري زیاته کړه، د سولې عالي شورا پلاوی به هڅه وکړي، چې طالب استازو سره خبرو کې هغوی د سولې خبرو ته وهڅوي. بل خوا ځینې سرچینې وايي، دغه غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ورروان دی او کېدای شي، هغه د مسکو په غونډه کې د طالبانو له استازو سره په جلا توګه وګوري. خو وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې دغه اوازې رد کړې او ویلي یې دي، چې د دوی استازي به د مسکو په غونډه کې له هېچا سره خبرې ونه کړي. طالب ویاند مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، مسکو ته د طالبانو د پلاوی د سفر هدف دا نه دی، چې له چا سره دې د سول په اړه خبرې وکړي. د مجاهد په وینا د طالبانو پلاوی به د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل او له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل