د جمهور خبري آژانس مرکز 17 میزان 1397 ساعت 9:47 http://jomhornews.com/ps/news/109039/ -------------------------------------------------- سرليک : ازبکستان او جرمني د هرات – مزار د رېلار مالي لګښت برابروي -------------------------------------------------- ازبکستان او جرمني به د افغانستان د مزارشریف – هرات د رېلار، د سرخان – پُلخمري د برښنا مزو، بېلابېلو سړکونو او ځینو نورو بنسټیزه پروژو مالي سرچینې برابرې کړي. متن - منځ : ازبکستان او جرمني به د افغانستان د مزارشریف هرات د رېلار، د سرخان پُلخمري د برښنا مزو، بېلابېلو سړکونو او ځینو نورو بنسټیزه پروژو مالي سرچینې برابرې کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د دواړو هیوادونو د ځانګړو استازو له کتنې وروسته کړې دي. تریند راپور ورکړی دی، چې دواړو خواوو زیات تمرکز د افغانستان په اړه د تاشکند د اعلامیې د سپارښتنو پر عملي کېدو وکړ. په راپور کې ویل شوي، چې دا موافقه د سږ کال د مارچ په ۱۷ مه د افغانستان په اړه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې تصویب شوې وه. د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي له جرمني وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ازبکستان په تعلیمي هلوځلو کې ګډون وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې ازبکستان په ترمز (د افغانستان پوله) کې د افغانانو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز جوړ کړی دی. جمهورخبري آژانس:کابل