د جمهور خبري آژانس مرکز 20 حمل 1397 ساعت 15:57 http://jomhornews.com/ps/news/103134/ -------------------------------------------------- د کابل پوهنتون رییس: سرليک : ډېر ژر به د دغه پوهنتون په تحصلي نصاب کې ژور بدلون راشي -------------------------------------------------- د کابل پوهنتون رییس وايي، په دغه پوهنتون کې پخوانی او له کاره لوېدلی تحصلي نصاب نور د منلو نه دی او ډېر ژر به په کې ژور بدلون راشي. متن - منځ : د کابل پوهنتون رییس وايي، په دغه پوهنتون کې پخوانی او له کاره لوېدلی تحصلي نصاب نور د منلو نه دی او ډېر ژر به په کې ژور بدلون راشي. د جمهور آژانس د خبر له مخې حمیدالله فاروفي چې نن دوشنبې د وري ۲۰ مه یې د کابل پوهنتون د غوره زدکړیالانو د فارغت په دوهمه غونده کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې د کابل پوهنتون په تحصلي نصاب کې باید د ټولنې اړتیاو ته په پام سره بنسټیز بدلون ورکړای شي. نوموړي و ویل، چې د جګړو او ورانیو له امله د هېواد په ټولو پوهنتونو په ځانګړي ډول په کابل پوهنتون کې تصحلي نصاب په همغه شکل پاتې دی او هېڅ بدلون په کې نه دی راغلی، چې دا څه د پوهنتونو له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي. د کابل پوهنتون رییس وايي، د دې تحصلي نصاب د بدلون له پاره په لوړه کچه لوی پروګرامونه او کړنلارې په پام کې نیول شوې، چې په پلي کېدو سره به یې په نړیوالو او د ټولنې له اړتیاو سره سم نصاب رامنځ ته شي. هغه ټینګار وکړ، چې نور د پلرونو پخواني لکچر نوټونه، چې له څو لیسیزو برابر شوي او په تحمیلي توګه محصلینو ته ورکول کېدل، د منلو نه دي او باید پر ځای یې له ورځې سره سم معیاري او کیفیت لرونکی نصاب ځای ونیسي. جمهورخبري آژانس:کابل