د جمهور خبري آژانس مرکز 20 عقرب 1397 ساعت 7:01 http://jomhornews.com/ps/news/110118/ -------------------------------------------------- سرليک : د هرات والي له خپلې دندې استعفا کړې -------------------------------------------------- سرچینې وايي، د هرات والي محمد آصف رحیمي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی. متن - منځ : سرچینې وايي، د هرات والي محمد آصف رحیمي له خپلې دندې لاس په سر شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، د نوموړي استعفا د ولسمشر غني له خوا هم منظوره شوې ده. تر اوسه د والي د استعفا لامل نه دی په ډاګه شوی. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د میدان وردګو والي محمد عارف شاه جهان هم له خپلې دندې استعفا ورکړې وه. جمهورخبري آژانس:کابل