د جمهور خبري آژانس مرکز 2 سنبله 1400 ساعت 11:40 http://jomhornews.com/ps/news/141916/ -------------------------------------------------- ملګري ملتونه: سرليک : د تعلیم په برخه کې له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو -------------------------------------------------- ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سره به د زده کړو په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. متن - منځ : ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سره به د زده کړو په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر او دغه راز په کابل کې د یونسیف مشر د طالبانو د تعلیمي کمیسیون له غړو سره کتلي دي. یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پر اوسني وضعیت او په دې برخه کې پر همکاریو او مرستو خبرې شوي. په خبرپاڼه کې ویل شويد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي رامیز الکبروف او د یونیسیف استازو نن په کابل کې د طالبانو د ښوونې او روزنې د کمیسیون له مشر سره ولیدل. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټولو نجونو او هلکانو د ښوونې او روزنې د ملاتړ په برخه خپله کلکه ژمنتیا څرګنده کړه. د ملګرو متلونو دغو دواړو ادارو ژمنه کړې چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په تعلیمي برخه کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په بهیر کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي. دوی زیاته کړې چې د نجونو او هلکانو لپاره به د زده کړو فرصتونه لا پراخ او دا بهیر به منظم کړل شي. جمهورخبري آژانس:کابل