د جمهور خبري آژانس مرکز 16 عقرب 1397 ساعت 8:15 http://jomhornews.com/ps/news/109995/ -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان بانک نن ۲۴ ميليونه ډالر لیلاموي -------------------------------------------------- ټاکل شوې د افغانستان بانک نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه ۲۴ میلیونه ډالر د لیلام په ډول وپلوري او وايي دا کار د افغانۍ د ارزښت لوړولو په هدف کوي. متن - منځ : ټاکل شوې د افغانستان بانک نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه ۲۴ میلیونه ډالر د لیلام په ډول وپلوري او وايي دا کار د افغانۍ د ارزښت لوړولو په هدف کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې بانګ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په شرایطو برابر صرافانو او بانکونو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دغو داوطلبینو کې ګډون وکړي او د لیلام ګټونکي اړ دي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پای پورې تصفیه کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، هغه صرافان چې تر اوسه یې يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په توګه په ليلامونو کې د ګډون په موخه نه دي تحويل کړې، کولى شي له داوطلبي نه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي. جمهورخبري آژانس:کابل