د جمهور خبري آژانس مرکز 29 جدی 1398 ساعت 11:03 http://jomhornews.com/ps/news/124196/ -------------------------------------------------- کابل کې د امریکا نوی شارزدافیر: سرليک : د افغانستان سوله او ټاکنې به مې د کار لومړیتوب وي -------------------------------------------------- د افغانستان لپاره د امریکا نوي ټاکل شوي شارزدافیر راسن ویلسن ویلي، د دغه هېواد ټاکنې د سولې بهیر او د افغانانو راتلونکی انتخاب یې له کاري لومړیتوبونو څخه وي. متن - منځ : د افغانستان لپاره د امریکا نوي ټاکل شوي شارزدافیر راسن ویلسن ویلي، د دغه هېواد ټاکنې د سولې بهیر او د افغانانو راتلونکی انتخاب یې له کاري لومړیتوبونو څخه وي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن چې تازه د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د شارزدافیر په توګه ټاکل شوی د نوي سفیر تر ټاکل کېدو پورې به د سرپرست سفیر دنده هم تر سره کوي. نوموړي د جنورۍ پر ۱۸ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان د تاریخ په یو مهم پړاو کې پر یاده دنده ټاکل شوی دی. ده ویلي، د تاکنو او سولې بهیر تر څنګ د افغانانو د راتلونکي انتخاب څخه کلک ملاتړ کوي او دا به یې د کار د له لومړیتوبونو وي. راسن ویلسن زیاته کړېخوښ یم چې د افغانستان په دې تاریخي او مهم پړاو کې په کابل کې د امریکا په سفارت کې کار پیلوم. زه او زما هېواد امریکا متحده ایالات د افغانستان د ټاکنو پروسې په شمول، له سولې او د افغانستان له ټولو هغو لومړیتوبونو ملاتړ کوي چې ویاړلو افغانانو د خپل راتلونکي لپاره انتخاب کړي. د یادونې ده، راس ویلسن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له شاوخوا دریو لسیزو راهېسې کار کوي، هغه په ترکیې او آذربایجان کې د امریکا سفیره هم وه. ښاغلي ویلسن د دې ترڅنګ په مسکو، پراګ او اسټرالیا کې د امریکا په سفارت کې د جنرال کونسل په توګه دنده هم تر سره کړې ده. تر ویلسن مخکې جان باس په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کول، چې روانه تېره میاشت له دندې څخه لیري شو. جمهورخبري آژانس:کابل