د جمهور خبري آژانس مرکز 22 حوت 1398 ساعت 13:04 http://jomhornews.com/ps/news/125898/ -------------------------------------------------- سرليک : د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې ورکولو لړۍ درولې ده -------------------------------------------------- کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د لنډ مهال لپاره یې افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ درولې ده. متن - منځ : کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د لنډ مهال لپاره یې افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ درولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سفارت مطبوعاتي څانګي کارکوونکو نن چهارشنبې د کب ۲۲ مه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ښايي دغه ګام یې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه کړی وي. ویل کېږي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت د ویزې ورکولو د برخې یو کارکوونکي کېد کرونا ویروس د ناروغۍ نښې لیدل شوي دي او تر دې وروسته سفارت د ویزو د نه ورکولو پرېکړه کړې ده. د یادونې ده، چې په کابل کې د پاكستان سفارت هره ورځ سلګونه افغانانو ته ویزې ورکولې چې په دې وروستیو کې یې فعاليتونه ټکني او په اړه یې د خلکو شکایتونه ډېر شوي دي. پر کابل سربیره په جلال اباد، هرات، مزار شریف او کندهار ښارونو کې هم د پاکستان قونسلګرۍ افغانانو ته ویزې ورکوي، خو بیا هم ډېری افغانان له دې بهيره خوښ نه دي. جمهورخبري آژانس:کابل