د جمهور خبري آژانس مرکز 17 ثور 1399 ساعت 14:21 http://jomhornews.com/ps/news/127599/ -------------------------------------------------- ملي امنیت: سرليک : کابل کې مو د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له منځه یوړه -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، منسوبینو یې پلازمېنه کابل کې د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له منځه یووړه. متن - منځ : د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، منسوبینو یې پلازمېنه کابل کې د داعش او حقاني شبکې ګډه هسته له منځه یووړه. د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن چهارشنبې د غوايي ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی تېره شپه د کابل ښار ۱۱مه ناحیه سرکوتل سیمه او شکر درې ولسوالۍ کې د دغې هستې پر ضد هدفي عملیات کړي دي. سرچینه وايي، په عملیاتو کې د دغې مخالفې ډلې پنځه غړي وژل شوي او اته نور یې له سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي. د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه کې راغلي، د دغې ګډې هستې مشري د داعش کتیبې مسؤل او همغږي کوونکي ثناالله پر غاړه درلوده. ملي امنیت وايي، همدې ډلې د ولسمشر د لوړې پر مراسمو راکټي برید، د سېکهانو پر درمسال ځانمرګي برید، د عبدالعلي مزاري د تلین پر غونډې ډله ییز برید او بګرام هوایي اډې وروستي توغندیز برید کې لاس درلود. د ملي امنیت په وینا، دغې وسله والې ډلې په کابل ښار کې هدفي وژنې هم کولې. جمهورخبري آژانس:کابل