د جمهور خبري آژانس مرکز 23 جوزا 1398 ساعت 12:00 http://jomhornews.com/ps/news/117293/ -------------------------------------------------- سرليک : کنړ کې د پاکستاني وسله والې ډلې لشکر طیبه اړوند پټنځای برید شوی -------------------------------------------------- ملي امنیت وايي، کونړ ولایت کې د پاکستاني وسله والې ډلې لشکر طیبه اړوند یوه پټځای باندې برید شوی او د دغه ډلې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : ملي امنیت وايي، کونړ ولایت کې د پاکستاني وسله والې ډلې لشکر طیبه اړوند یوه پټځای باندې برید شوی او د دغه ډلې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د لشکرطیبه په پټنځای دغه برید د کونړ ولایت اسمارو ولسوالۍ کې شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې پر دغه مرکز د لرې ویشتو هاوان او رکت بریدونه شوي، چې په کې د لشکر طیبه ډلې درې غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دی. لشکر طیبه پاکستان کې مېشته وسله واله ډله ده، چې د امنیتي چارواکو په وینا په افغانستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري. جمهورخبري آژانس:کابل