د جمهور خبري آژانس مرکز 24 سنبله 1400 ساعت 7:56 http://jomhornews.com/ps/news/142547/ -------------------------------------------------- سرليک : متقي: نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله کو او نه د څوک زموږ په چارو کې مداخله کوي -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، افغانستان له ټولو نېږدې او لرې هېوادونو سره متقابلې او د نه مداخلې پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي. متن - منځ : د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، افغانستان له ټولو نېږدې او لرې هېوادونو سره متقابلې او د نه مداخلې پر بنسټ ولاړې اړیکې غواړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي پرون سه شنبې د وږي ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو د اعلان هرکړی وکړ، خو ټینګار یې وکړ، چې نړیوال دې له افغانستان سره بې مقصده مرستې وکړی. ښاغلي مقتي ټینګار وکړ، چې افغانستان، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له د داسې ښو اړیکو غوښتونکی دی، چې په متقابل احترام او نه مداخلې ولاړې وي. ده و ویل، دوی د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې لیوالتیا نه لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د بهرنیو چارو سمبال چاري وزیر یو ځل نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او دوی خپلو وعدو ته ژمن دي. هغه یو ځل بیا زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکي غواړي. ښاغلي متقي دا هم و ویل، چې اوس ټول هېواد امن دی او هر ډول پانګونې ته زمینه برابره شوې ده، نو ځکه له نړیوالو غواړي، چې افغانستان کې پانګونې وکړي. نوموړي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د یو میلیارد ډالرو بشري مرستې هرکلی کړی او مستحقو کسانو ته یې د رسولو ډاډ ورکړی دی. بل پلو امیر خان متقي وایي، دوی د بهرنیو چارو وزارت ټولو کارکوونکو ته ویلي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او دغه راز یې له هېواده بهر د ټولو سفارتونو کارکوونکو ته هم ورته سپارښتنه کړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل