د جمهور خبري آژانس مرکز 22 سرطان 1398 ساعت 12:39 http://jomhornews.com/ps/news/118247/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې چاودنې دریو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهو آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د چنګاښ ۲۲ مه سهار مهال د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چاودنه د پولیسو په رېنجر موټر پسې د مقناطسي ماین له امله د کابل اډې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده. نوموړي زیاته کړه، په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو هم ځانمرګی برید وشو او مرګ ژوبله یې اړولې ده. د ننګرهار چارواکي وايي، برید د یوه هلک له خوا د ملک تور د زوی د واده په مراسمو شوی، چې له امله یې د ملک تور او دریو زامنو په ګډون یې پنځه تنه وژلي او تر ۴۰ پورې ټپیان شوي دي. جمهورخبري آژانس:ننګرهار