د جمهور خبري آژانس مرکز 6 سرطان 1398 ساعت 9:34 http://jomhornews.com/ps/news/117743/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې د یوې بلې جرمي شبکې مهم ډلمشر نیول شوی دی -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د یوې بلې لویې جرمي شبکې مشر تر پېژندلو وروسته نیولی دی. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د یوې بلې لویې جرمي شبکې مشر تر پېژندلو وروسته نیولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د جرمي شبکې دغه ډلمشر عابد نومېږي او په بیني مشور وو. خبرپاڼه کې ویل شوي عابد مشهور په بیني د یوې جرمي شبکې مشر او د کابل ښار په بېلا بېلو جرمي قضیو، وسله والو غلاو، لارنیونې او شکو کې لاس درلود. کورنیو چارو وزارت نه دا دي ویلي، چې عابد د ښار په کومه سیمه کې نیول شوی، له دغه سره به قانوني چلند وشي. وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی، هغه کسان چې د خلکو د امنیت او هوساینې د له منځه وړو لامل کېږي پولیس به یې ونیسي. دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو دوه ورځې وړاندې یو بل مشهور او خطرناک غیر مسول وسله والو او د یوې جرمي شبکې مشر حمید خراساني په کابل ښار کې ونیوه. جمهورخبري آژانس:کابل