د جمهور خبري آژانس مرکز 22 جوزا 1398 ساعت 11:51 http://jomhornews.com/ps/news/117248/ -------------------------------------------------- سرليک : ناپېژانده وسله والو ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم او د جامع جومات ملا امام په ډزو وژلی دی. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو دیني عالم او د جامع جومات ملا امام په ډزو وژلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ د قلعټک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وایي، وژل شوی دیني عالم مولوي صفي الله حنفي نومېږي او د قلعټک جامع جومات امام وو. د هغه په وینا مولوي صفي الله حنفي نن سهار د لمانځه لپاره جومات ته په لار و، چې وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی. تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه دیني عالم د ناپېژانده وسله والو په مخامخ بریدونو او چاودنو کې وژل شوي، خو تر اوسه یې نه مسوولیت چا اخیستی او نه یې هم قاتلین معلوم شوي دي. جمهورخبري آژانس:ننګرهار