د جمهور خبري آژانس مرکز 25 جوزا 1398 ساعت 13:44 http://jomhornews.com/ps/news/117347/ -------------------------------------------------- سرليک : پکتیا کې یو قومي مشر وژل شوی دی -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن قومي مشر لالا جان وژل شوی دی. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن قومي مشر لالا جان وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په شهر نو بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د پکتیا امنیه قوماندانۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د قومي مشر لالا جان په موټر پسې چسپکي ماین نښول شوی و چې په چاودنه کې یې نوموړی وژل شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي، او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:پکتیا