د جمهور خبري آژانس مرکز 2 اسد 1400 ساعت 15:31 http://jomhornews.com/ps/news/141043/ -------------------------------------------------- سرليک : له ۳ولايتو پرته په درست هېواد کې د شپې ګرځېدل بند شول -------------------------------------------------- د کورنیو چارو وزارت د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز لګولی دی. متن - منځ : د کورنیو چارو وزارت د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز لګولی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، له کابل، ننګرهار او پنجشېر پرته په ټولو لویو ښارونو کې د شپې له خوا ګرځېدل منع دي. د دغه وزارت د وياند مرستيال احمد ضيا ضيا وايي، له کابل، پنجشېر او ننګرهار پرته، په ټول هېواد کې هيڅوک نه شي کولای د ماخوستن له لسو بجو، د شپې تر څلورو بجو پورې وګرځي. د یادونې ده، چې تر دې وړاندې يوازې په کندهار کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بنديزو و. جمهورخبري آژانس:کابل