د جمهور خبري آژانس مرکز 19 سرطان 1399 ساعت 8:09 http://jomhornews.com/ps/news/129335/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل به د سولې په تړاو نن د یوې بلې لویې نړیوالې غونډې کوربه وي -------------------------------------------------- ټاکل شوې، چې د افغان سولې په تړاو د کابل په کوربه توب د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو غونډه جوړه شي. متن - منځ : ټاکل شوې، چې د افغان سولې په تړاو د کابل په کوربه توب د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو غونډه جوړه شي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به نن پنشنبې د چنګاښ ۱۹ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې د ولسمشر غني په وینا سره پیل شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د غونډې کوربه به ولسمشر اشرف غني او نور جګپوړي دولتي چارواکي وي. په غونډه کې، چې په انلاین بڼه ده، د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي، په غونډه کې به د اورکم، د بندیانو د تبادلې، د بین الافغاني خبرو د پیلېدو او له کرونا سره د مبارزې لپاره د بشر دوستانه اوربند په څېر مسایلو به بحث وشي. د یادونې ده، چې د تېرې د سې شنبې او دوشنبې په ورځو هم کابل د غونډو کوربه و چې په کې د افغان سولې لپاره پر سیمه ییزه اجماع او د سولې په اړه نور موضوعات وڅېړل شول. جمهورخبري آژانس:کابل