د جمهور خبري آژانس مرکز 14 حمل 1399 ساعت 11:22 http://jomhornews.com/ps/news/126536/ -------------------------------------------------- د ولسمشر دوهم مرستیال: سرليک : کابل کې به ګرځبندیز نور هم سخت شي -------------------------------------------------- د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال او د کرونا سره د مبارزې کمېټې رییس سرور دانش وايي، پلازمېنه کابل کې د تېرو څو ورځو ګرځبندیز کافي نه و او دغه بندیز به نور هم سخت شي. متن - منځ : د ولسمشر محمد اشرف غني دوهم مرستیال او د کرونا سره د مبارزې کمېټې رییس سرور دانش وايي، پلازمېنه کابل کې د تېرو څو ورځو ګرځبندیز کافي نه و او دغه بندیز به نور هم سخت شي. د جهمور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن پنشنبې د وري ۱۴ مه کابل کې د کرونا د مخنیوي لپاره د چین هېواد د طبي مرستې تر لاسه کولو پر مهال خبرې کولې ټینګار وکړ، چې کابل کې باید ګرځبندیز تر دې هم سخت کړای شي، ځکه په دغه ښار کې د کرونا ویروس د ډېرېدو وېره ده. نوموړي په تېرو څو ورځو کې د کرونا د مخنیوي لپاره ګرځبندیز کافي ونه باله او ویې ویل، چې له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره بله هېڅ لار نشته تر چې وقایوي تدابیر نه وي. ښاغلي دانش زیاته کړه، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د خلکو مرسته او همکاري اړینه ده او خلک باید په دې برخه کې له دولت سره خپله هېڅ ډول همکاري ونه سپموي. دغه راز د ولسمشر دوهم مرستیال له خلکو دا غوښتنه هم وکړه، چې د یاد ویروس د مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي. دانش دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ تنو ته رسېدلي، چې تر ټولو ډېرې یې په هرات او کابل کې دي. د یادونې ده، چې په کابل کې تر دې مهال په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی دی. جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني