د جمهور خبري آژانس مرکز 17 عقرب 1397 ساعت 9:10 http://jomhornews.com/ps/news/110038/ -------------------------------------------------- ارګ: سرليک : د خاص اروزګان او جاغوري له پاره بېړني تدابیر نیول شوي دي -------------------------------------------------- ارګ وايي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان او د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له منځه وړلو له پاره بېړنې تدابیر نیول شوي دي. متن - منځ : ارګ وايي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان او د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له منځه وړلو له پاره بېړنې تدابیر نیول شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تدابیر تېره ورځ چهارشنبې د لړم ۱۶ مه د وسله والو ځواکونو د عالی سر قوماندانۍ په غونده کې ونیول شول. خبرپاڼه زیاتوي، د ولسمشر په مشرۍ په دې ناسته کې د خاص اروزګان او غزني د مالستان، او جاغوري، د فراه د قلعه کاه او د غور د چهارسدې ولسوالۍ امنیتي وضعیت و ارزول شو. سرچینه کاږي، چې په دې غونده کې امنیتي ارګانونو ته لاښوونه وشوه، چې د دغه ولسوالیو له امنیتي وضعیت یو واضح پلان جوړ او پر وخت او بېړني ګامونه د امنیت له پاره پورته کړي. په ورته وخت خبرپانه وايي، په دغه غونده کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ډاډ څرګند کړ، چې د یادو ولسوالیو په امنیت کې به د افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کوي. په غونده کې د ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۱۵ قول اردوګانو ته د اکمالاتو او دغه راز د میدان وردګ زابل لویې لارې امنیت په اړه هم خبرې وشوې. جمهورخبري آژانس:کابل