د جمهور خبري آژانس مرکز 27 حمل 1398 ساعت 11:31 http://jomhornews.com/ps/news/115538/ -------------------------------------------------- سرليک : د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو الفتح عملیات غندلي -------------------------------------------------- د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له خوا د الفتیح په نوم د پسرلنیو عملیات د پیل اعلان غندلی او وايي، دغه کار به افغان وژنه نوره هم ډېره کړي. متن - منځ : د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له خوا د الفتیح په نوم د پسرلنیو عملیات د پیل اعلان غندلی او وايي، دغه کار به افغان وژنه نوره هم ډېره کړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې چې ټولو غړو په یوه خوله تصویب کړې راغلي، په افغانستان کې د سولې لپاره یو بې جوړې فرصت رامنځ ته شوی او ټول ښکېل اړخونه باید ترې ګټه واخلي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، د سولې د خبرو پر مهال د عملیاتو اعلان یوازې جګړې تودوي او د عامو افغانانو وژنه ډېروي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې له اوسني فرصته ګټه واخلي او په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي. باید و ویل شي، چې وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د الفتح په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ. طالبانو دغه اعلان پر داسې مهال وکړ، چې د ملګرو ملیتونو امنیت شورا په تازه اقدام کې د طالبانو پر ۱۱ مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړي دي. جمهورخبري آژانس:کابل