د جمهور خبري آژانس مرکز 30 جوزا 1398 ساعت 11:00 http://jomhornews.com/ps/news/117536/ -------------------------------------------------- سرليک : ننګرهار کې چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نېږدې ټول یې ملکي وګړي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځ ته شوې ده. د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه په یوه هایلکس موټر پسې د نښلول شوي مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده. نوموړی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او ویل کېږي نېږدې ټول ولسي وګړي دي. تر اوسه د دغه چاونې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:ننګرهار