د جمهور خبري آژانس مرکز 20 میزان 1398 ساعت 7:40 http://jomhornews.com/ps/news/121234/ -------------------------------------------------- سرليک : نړیوال بانک افغانستان سره د انرژې برخه کې ۹۸ میلیون ډالره مرسته اعلان کړ -------------------------------------------------- نړیوال بانک د افغانستان سره د انرژې په برخه کې د څه کم ۹۹ میلیونه ډالره پورې مرستې اعلان وکړ. متن - منځ : نړیوال بانک د افغانستان سره د انرژې په برخه کې د څه کم ۹۹ میلیونه ډالره پورې مرستې اعلان وکړ. د جمهور آژانس د خبر له مخې د نړیوال بانک دغه له ضمانتونو سره د پور ۹۸.۸ میلیون ډالر به د ګازو او انرژۍ په دوه مهمو پروژو کې ولګول شي. په افغانستان کې د دغه بانک مسوول هنري کرالي ویلي افغانستان انرژۍ ته پراخه اړتیا لري او په دې برخه کې له کابل سره د دوی د مرستو تازه اعلان کړې بسته به له افغانستان سره پر انرژۍ د پانګونې برخه کې ډېره مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړې، د دوی د مرستو د ۹۸ اعشاریه۸ میلیونه ډالري بستې څخه به د شبرغان او مزار شریف د ګازو او برېښنا پر پروژه د کار لپاره استفاده وشي. د هغه په وینا د شبرغان د انرژۍ پروژې لپاره ۱۲اعشاریه ۸ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختیا ادارې آی ډي ای په ضمانت بېلې شوې دي او پاتې نورې پيسې به د مزار شریف د انرژۍ او بریښنا په پروژه ولګېږي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې امریکا اعلان وکړ چې له افغانستان څخه یې د بریښنا د دوه پروژو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته په ادارو کې د فساد له کبله بېرته ګرځولې ده. جمهورخبري آژانس:کابل