د جمهور خبري آژانس مرکز 6 عقرب 1397 ساعت 12:24 http://jomhornews.com/ps/news/109661/ -------------------------------------------------- سرليک : لغمان کې د برېښنا شرکت تښتول شوي کارکوونکي خوشي شوي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت ۱۳ تنه کارکوونکي دوه اوونۍ وړاندې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې نیول شوي وو. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، د برېښنا شرکت دغه ۱۳ تنه فني او تخنیکي کارکوونکي بادپښ ولسوالۍ کې د برېښنا د پرې شوي مزي نښلولو ته ورغلي و، خو طالبانو برمته کړل. نوموړي زیاته کړې، چې دغه کارکوونکي د قومي مشرانو او مخورو په هلو ځلو پرون ماښام (د لړم ۵مه) خوشي شول. به ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې هېڅې روانې دي ځايي وسله وال د برېښنا مزو تړلو ته هم اجازه ورکړي. باید و ویل شي، چې د همدې برېښنايي مزو د شلېدو له امله د تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په ننګرهار او لغمان کې برېښنا نشته. جمهورخبري آژانس:لغمان