د جمهور خبري آژانس مرکز 3 حمل 1399 ساعت 12:00 http://jomhornews.com/ps/news/126167/ -------------------------------------------------- سرليک : سمنګان ولایت کې چاودېدونکي توکي او ماینونه نیول شوي -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو په سمنګان ولایت کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي او د سړک د غاړې ماینونه نیولي دي. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو په سمنګان ولایت کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي او د سړک د غاړې ماینونه نیولي دي. د جمهور آزانس د خبر له مخې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، دغه چاودېدونکي توکي له مزارشریف څخه یاد ولایت ته لېږدول کېدل، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول. نوموړي زیاته کړه، چاودېدونکي توکي په یوه بار وړونکي موټر کې څهی پر ځای، چې له مزار څخه کندز یا بغلان ته روان و او سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ د یکه توت په سیمه کې د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي. د هغه په وینا په دې موټر کې ۵۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي مواد، د سړک د غاړې ماینونه او نور توکي شامل دي، موندل شوي دي. د سمنګان د والي ویاند زیاتوي، چې د دې چاودېدونکو موادو په تړاو یو کس هم نیول شوی دی. جمهورخبري آژانس:سمنګان