د جمهور خبري آژانس مرکز 1 عقرب 1399 ساعت 10:49 http://jomhornews.com/ps/news/132728/ -------------------------------------------------- سرليک : تخار کې پر جومات هوايي برید: ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده -------------------------------------------------- سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې پر یوه جومات په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. متن - منځ : سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې تخار ولایت کې پر یوه جومات په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون چهارشنبې د تلې ۳۰ مه د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په هزاره قرلق سیمه کې په تېروتنې سره په یوه جومات شوی دی. د تخار د والي ویاند جواد هجري نن پنشنبې د لړم اوله تایید کړې، چې په دغه برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي. د والي ویاند زیاتوي، چې برید په تېروتنې سره شوې او د څېړلو لپاره به یې ډېر ژر یو پلاوی وټاکل شي او دغه برید به و ارزوي. تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې برید افغان هوايي ځواک کړی او که بهرنیو ځواکونو. په تخار کې دا هوايي برید پر داسې مهال کېږي، چې پرون د همدې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر په ګډون ۵۰ افغان سرتېري وژل شوي دي. جمهورخبري آژانس:تخار