د جمهور خبري آژانس مرکز 10 میزان 1398 ساعت 6:38 http://jomhornews.com/ps/news/120929/ -------------------------------------------------- اترا اداره: سرليک : طالبانو په شمال کې د څلورو ولایتونو تلېفوني خدامات پرې کړي -------------------------------------------------- د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې د مخابراتي شبکو ۱۵ پایې الوځولې دي. متن - منځ : د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وایي، وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې د مخابراتي شبکو ۱۵ پایې الوځولې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د اترا مرستیال نقیب الله سېلاب زیاتوي، چې د طالبانو په دې کار سره د څلورو ولایتونو، کندوز، تخار، بدخشان او سمنګانو تلېفوني خدمات پرې شوي دي. نوموړي وایي، د ۱۵ تخریب شویو مخابراتي پایو څخه ۵ یې ډېرې مهمې دي، چې هم زیات لښګت پرې شوی او هم یې د پوښښ ساحه پراخه وه. د هه په وینا ځینو پایو ۲۵۰ زره امریکايي ډالر ارزښت درلود، چې اوس یې د بېره رغولو لپاره د اترا تخنیکي ټیمونه سیمو ته تللي او تمه ده ژر ستونزه حل شي. دغه پر طالبانو غږ کړي، چې د مخابراتي خدمتونو د فعالیت مخه دې نه نیسي. په ورته وخت کې خو د یوې مخابراتې شبکې یو ولایتي مسوول د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو له ټاکنو وروسته په شمال کې ۳۰ مخابراتي پایې له منځه وړې دي. د یادونې ده، چې طالبانو له وړاندې مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و چې د ټاکنو په ورځ دې خپل خدمات پرې کړي، خو دولت هم مخابراتي شبکو ته ګواښ کړی و که یې د ټاکنو په ورځ مخابراتي خدمات پرې کړل جوازونه به یې ورلغوه کړي. جمهورخبري آژانس:کابل