د جمهور خبري آژانس مرکز 12 جوزا 1399 ساعت 13:10 http://jomhornews.com/ps/news/128309/ -------------------------------------------------- سرليک : د کاپیسا د ترافیکو آمر په وسله وال برید کې وژل شوی دی -------------------------------------------------- راپورونه وايي، د کاپیسا د ترافیکو آمر سید منیر د ناپېژانده وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی. متن - منځ : راپورونه وايي، د کاپیسا د ترافیکو آمر سید منیر د ناپېژانده وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې سید منیر نن (دوشنبې د غبرګولي ۱۲مه) سهار غوښتل له خپله کوره دفتر ته لاړ شي چې د ناپېژانده وسله والو له برید سره مخ شوی دی. ویل کېږي، په پېښه کې نوموړی وژل شوی خو د برید مسوولیت چا نه دی منلی. بلخوا بیا د همدې پېښې په تړاو د کاپیسا ګڼو اوسېدونکو لاریون کړی وايي، حکومت دې د پېښې عاملین ونیسي او په اړه یې هر اړخیزه پلټنه وکړي. جمهورخبري آژانس:کاپیسا