د جمهور خبري آژانس مرکز 23 ثور 1399 ساعت 16:14 http://jomhornews.com/ps/news/127805/ -------------------------------------------------- د اسیا پراختیايي بانک: سرليک : له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزه کې مرستو ته ادامه ورکوو -------------------------------------------------- د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي. متن - منځ : د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد بانک رییس له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي، کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده او دوی هڅه کوي له افغانستان سره د دغه وبا په مخنیوي کې مالي مرستې وکړي. د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده او په خبره یې له کرونا سره د مبارزې لپاره لا ډېرو مرستو ته تیار دي. ولسمشر غني هم د دغه بانک له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه نړیواله وبا د یو بل په همکارۍ د ځمکې له مخ ورکه کړل شي. جمهورخبري آژانس:کابل