د جمهور خبري آژانس مرکز 26 میزان 1400 ساعت 9:37 http://jomhornews.com/ps/news/143681/ -------------------------------------------------- سرليک : دیبورا لاینز د قزاقستان له استازي سره کابل کې لیدلي دي -------------------------------------------------- د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژن کازیخانوف سره لیدلي دي. متن - منځ : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژن کازیخانوف سره لیدلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د مېرمن لاینز او کازیخانوف لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۲۵ مه کابل کې شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې د افغانستان سره په بشري او اقتصادي مرستو هم خبرې شوې او ټینګار شوي، چې په افغانستان کې باید د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو مخینوی وشي. د ملګرو ملتونو استازې مېرمن لاینز له قزاقستان څخه مننه کړې، چې دوی ته یې په آلماتا کې په موقت ډول دفتر ورکړی دی. جمهورخبري آژانس:کابل