د جمهور خبري آژانس مرکز 14 میزان 1399 ساعت 14:42 http://jomhornews.com/ps/news/132188/ -------------------------------------------------- راس ویلسن: سرليک : تاوتریخوالي زیاته شوې، افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري -------------------------------------------------- په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر شویو موټر بم بریدونو خواشني ښودلې وايي، دغه بریدونو یې زړه مات کړی دی. متن - منځ : په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پر شویو موټر بم بریدونو خواشني ښودلې وايي، دغه بریدونو یې زړه مات کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلسن نن دوشنبې د تلې ۱۴ مه لغمان کې تر شوي موټر بم برید وروسته په خپل ټوېټر لیکلي، چې د سیاسي تاوتریخواليله امله مرګ ژوبله زیاته شوې ده. نوموړي ویلي، چې دغه بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندي ځکه په وینا یې افغانان پراخ اوربند ته اړتیا لري. د یادونې ده، چې نن په لغمان کې د والي رحمت الله یارمل پر موټریز کاروان موټر بم برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. والي له بریده روغ وتلی خو څلور ساتونکي یې وژل شوي دي. د سیمه ییزه چارواکو په وینا د والي له ساتونکو پرته نور ټول وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي دي. باید و ویل شي، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ کې هم موټر برید برید وشو، چې ۱۶ تنه یې و وژل او ۳۷ نور یې ټپیان کړل. په دغه برید کې هم دوه سرتېرو پرته نور ټول ولسي وګړي و، چې زیاتره په کې د ښوونځي ماشوم وو. جمهورخبري آژانس:کابل