د جمهور خبري آژانس مرکز 3 میزان 1397 ساعت 12:51 http://jomhornews.com/ps/news/108581/ -------------------------------------------------- چارواکي: سرليک : کندهار کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي -------------------------------------------------- سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي. متن - منځ : سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار او هلمند ولایتونو په سرحدي سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات پرون دوشنبې د تلې دویمه پیل او د نن ورځې تر سهار پورې یې دوام درلود. د دوی په وینا دغه عملیات د کندهار د میوند ولسوالۍ د سره بغل او کانټېنر بازار په سیمو کې د صفر درې په نوم افغان ځانګړو ځواکونو د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د طالبانو په ۸ مرکزونو تر سره شوي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند څارن غورځنګ افریدي ویلي، په دې عملیاتو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴۱ نیول شوي دي. د نوموړي په وینا په عملیاتو کې د قاطع ماموریت هوايي ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره برخه اخیستې، چې په کې او د طالبانو ۳۵ موټرسایکلونه او ۶ عرادي وسایط هم له منځه وړل شوي دي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کندهار