د جمهور خبري آژانس مرکز 5 حوت 1398 ساعت 8:18 http://jomhornews.com/ps/news/125285/ -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سره پر سوله خبرې کړې -------------------------------------------------- ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ ضد او په مدیتراتې کې د شخړو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي. متن - منځ : ولسمشر محمد اشرف غني د ترهګرۍ ضد او په مدیتراتې کې د شخړو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیج ټایمز ورځپاڼې هم تایید کړې، چې د قطر ځانګړی استازی کابل ته تللی ولسمشر غنی سره یې لیدلي دي. سرچینه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قطر- افغانستان پر دوه اړخیزو همکاریو؛ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو، د روانې میاشتې په پای کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا، د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو او د دواړو خواوو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې. د یادونې ده، قطر په عربي هېوادونو کې، تر ټولو زیات امریکا ته نژدې دی او په ورته وخت کې له څه باندې یوه کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو او د طالبانو د دفتر کوربه هم دی. جمهورخبري آژانس:کابل