د جمهور خبري آژانس مرکز 15 سرطان 1399 ساعت 12:18 http://jomhornews.com/ps/news/129155/ -------------------------------------------------- کرونا په افغانستان کې، سرليک : په ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ تنه ترې مړه شوي، ۲۷۹ پرې اخته شوي -------------------------------------------------- د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېره شپه او ورځ کې ۳۸ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او ۲۷۹ نور پرې اخته شوي دي. متن - منځ : د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېره شپه او ورځ کې ۳۸ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي او ۲۷۹ نور پرې اخته شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، د دغه ۳۸ تنو په مړه کېدو سره په هېواد کې د کرونا له امله تر اوسه ۸۶۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز وزارت زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۵۹۲ شکمنې پېښې څېړل شوې دي، چې ۲۷۹ ترې مثبتې وې. په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره ۹۵۱ تنو ته ورسېده. همدارنګه په تېره شپه او ورځ کې ۲۰۲ تنه له کرونا ناورغۍ ښه شوي، چې ورسره د ټولو روغو کسانو شمېر ۱۹ او ۳۳۶ تنو ته ورسېده. د یادونې ده، چې په نړۍ کې بیا کرونا۱۱ میلیونه، ۳۸۷ زره او ۲۸۷ تنه تر اوسه نیولي، چې له شپږ میلیون زیات بېرته ترې رغېدلي او ۵ لکه او ۳۳ زره تنه ترې مړه شوي دي. جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض