د جمهور خبري آژانس مرکز 17 اسد 1398 ساعت 10:30 http://jomhornews.com/ps/news/119255/ -------------------------------------------------- سرليک : طالبان: هم د سولې خبرو هم جګړې ته ادامه ورکوو -------------------------------------------------- د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا د خبرو او جګړې پر تګلارو ټینګار کړی دی. متن - منځ : د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا د خبرو او جګړې پر تګلارو ټینګار کړی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو مشر ویلي، د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره هم د سولې مذاکراتو او هم جګړې ته ادامه ورکوي. په دغه پیغام کې ویل شوي، د خپل هدف لپاره مبارزه کوي او تر هغه به دوام ورکړي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتي نه وي او اسلامي نظام ټینګ شوی نه وي. ملا هبت الله د استقلال د سلمې کلیزې مبارکي هم افغانانو ته ورکړې او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی چې د اختر په ورځو کې د عامو وګړو خوندیتوب ته پام وکړي. په دغه پیغام کې ټینګار کشوی، چې دوی د ټولګټو پروژو ساتونکي دي، له بې طرفه مرستندویه بنسټونو سره کار نه لري او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام کوي. ملا هبت الله اخندزاده له امریکا غوښتي چې د سولې په خبرو کې رښتینې شي او د طالبانو په څېر په دې برخه کې جدیت غوره کړي. د طالبانو مشر د ملکي وګړو د خوندیتوب سپارښتنه پر داسې مهال کوي، چې پرون کابل کې د طالبانو په یوه برید کې ۸ ملکي وګړي و وژل شول او ۹۲ نور ټپیان شول. دغه برید د کابل ښار پر شپږمه امنیتي حوزه د موټر بم ځانمرګي بریدګر په وسیله وشو، چې په کې ټول ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي. جمهورخبري آژانس:کابل