د جمهور خبري آژانس مرکز 4 عقرب 1400 ساعت 8:48 http://jomhornews.com/ps/news/143951/ -------------------------------------------------- سرليک : روسیه له افغانستان سره بشري مرستې کوي -------------------------------------------------- د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي. متن - منځ : د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي او ډېر ژر به یې دغه هېواد ته واستوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، چې د روسیې د دفاع او روغتیا وزارتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په چمتو کولو بوخت دي. که څه هم نوموړي د دغه مرستو د لېږد نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ټینګار یې کړی، چې د روسیې دفاع او روغتیايي خداماتو وزارتونه د لېږد د الوتکو پر چمتو کولو بوخت دي او په دې برخه کې چټک کار روان دی. دغه روسي دیپلومات زیاته کړې، چېد روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه له افغانانو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو د تیاري عملیات روان دي. جمهورخبري آژانس:کابل