د جمهور خبري آژانس مرکز 20 حمل 1399 ساعت 13:37 http://jomhornews.com/ps/news/126752/ -------------------------------------------------- سرليک : د کابل او څو نورو ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه -------------------------------------------------- د برېښنا ریاست وايي، د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د نړېدلې ستنې په جوړېدو سره د کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه. متن - منځ : د برېښنا ریاست وايي، د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د نړېدلې ستنې په جوړېدو سره د کابل او ځینو نورو ولایتونو برېښنا بېرته وصل شوه. د جمهور آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د ازبکستان د وارداتي برېښنا یوه ستنه د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ نړېدلې وه، چې بېرته جوړه شوه. د برېښنا مزي څلور ورځې مخکې د اورښت او توفان له امله په یاده سیمه کې د ازبکستان د وراداتي برېښنا ستنې د چپه کېدو له امله پرې شوي وو، او له امله یې د کابل او ځینو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه. د برېښنا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن یاده ستنه جوړه شوه او ورسره د کابل او نورو ولایتونو پرې شوې برېښنا بېرته وصل شوه. سرچینه زیاتوي چې د ماهيپر د بند یوه توربین هم تخنیکي ستونزه لرله خو اوس دغه ستونزه هم حل شوه. جمهورخبري آژانس:کابل