د جمهور خبري آژانس مرکز 25 جوزا 1398 ساعت 14:24 http://jomhornews.com/ps/news/117356/ -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي و وژل شو -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل ښار کې د یوې جنایکاره ډلې مشر نبي کوهبندي له پولیسو سره په نښته کې و وژل شو. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل ښار کې د یوې جنایکاره ډلې مشر نبي کوهبندي له پولیسو سره په نښته کې و وژل شو. د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د غبرګولي ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو دی، چې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېری جنایي جرمونه طرح کول. سرچینه زیاتوي، چې نوموړی نن له غرمې وروسته د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې و وژل شو. کورنیو چارو وزارت وايي، کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم نقش درلوده. جمهورخبري آژانس:کابل