د جمهور خبري آژانس مرکز 17 اسد 1398 ساعت 14:12 http://jomhornews.com/ps/news/119273/ -------------------------------------------------- سرليک : د بلخ ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان رییس وژل شوی -------------------------------------------------- سیمه ییر امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د بلخ ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان رییس وژلی دی. متن - منځ : سیمه ییر امنیتي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د بلخ ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان رییس وژلی دی. د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پشنبې د زمري ۱۷ مه سهار د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې. د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، د دې ولایت د ابتدائیه محکمې د عامه امنیت د دیوان په رییس نجیب الله حسامي ناپېژانده وسله والو کسانو ډزې کړې او وژلی یې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د پولیسو پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. د دغه قتل مسوولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. جمهورخبري آژانس:بلخ