د جمهور خبري آژانس مرکز 13 اسد 1398 ساعت 8:38 http://jomhornews.com/ps/news/119075/ -------------------------------------------------- سرليک : امریکا کې وسله وال برید ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده -------------------------------------------------- راپورونه وايي، د امریکا په ټکساس ایالت کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. متن - منځ : راپورونه وايي، د امریکا په ټکساس ایالت کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د ټکساس ایالت د الپاسو ښار په یوه مغازه کې په خلکو شوی، چې د چارواکو په وینا ۲۰ کسان په کې وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. د ټکساس والي ګرېګ ابوټ دا پېښه د ټکساس په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بلې ده. چارواکو یو ۲۱ کلن مشکوک کس نیولی چې باور کېږي همدی په برید کې یوازېنی ښکېل کس دی. د امریکا رسنیو د نیول شوي مشکوک کس نوم پاتریک کروسیوس ښودلی، چې وايي د دالاس اوسېدونکی دی. پولیس وايي، نورو خلکو ته کوم ګواښ نه شته، خو لاهم پلټنه روانه ده. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا کلیفورنیا ایالت کې هم په یوه فیستوال په وسله وال برید کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. ویل کېدل، هلته د ډوډۍ او محلي خوړو فیستوال جوړ شوی وو، چې یوه وسله وال کس په راټولو شویو کسانو ډزې وکړې، درې تنه یې و وژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل. جمهورخبري آژانس:کابل