د جمهور خبري آژانس مرکز 28 قوس 1398 ساعت 10:08 http://jomhornews.com/ps/news/123278/ -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت: سرليک : غزني کې مو د طالبانو د عایداتو ستره سرچینه له منځه وړې -------------------------------------------------- کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د عایداتو یوه ستره زېرمه له منځه وړې ده. متن - منځ : کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو افغان پولیسو په غزني ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د عایداتو یوه ستره زېرمه له منځه وړې ده. د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو پولیسو دغه عملیات د هوايي ځواک په ملتیا د تېرې دوشنبې په شپه تر سره شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې عملیات د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د الوخېل په سیمه کې د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو پر یوه مرکز تر سره شوي دي. کورنیو چارو وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو د نشه يي توکو ۷ کارخانې او لویه زېرمه چې ۱۲۰ ټنه چرس په کې و کشف او له منځه وړل شوي دي. خبرپاڼې کې راغلي، چې طالبانو له دغې کارخانو او نشه يي توکو له عایداتو څخه د غزني د جګړې یوه لویه برخه تمویلوله. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس:کابل